د زندانونو اداره: د پنځو ښځو په ګډون راسره ۱۶ بهرنيان بندیان دي

د زندانونو اداره: د پنځو ښځو په ګډون راسره ۱۶ بهرنيان بندیان دي


  • 1 کال دمخه (12/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 519

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پوځي مرستيال حبيب الله بدر ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې ويلي، چې دا مهال ۱۶  بهرني وګړي د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي، چې پنځه تنه یې ښځې دي. 

نوموړي ویلي،  په ټول هېواد کې ۱۶زره بنديان دي، چې ۱۱۹۴ يې ښځې دي.

بدر زیاته کړې، چې د ټول هېواد په زندانونو کې ۱۰۸۹ بندیان ماشومان دي، چې ۴۷ یې نجونې دي. 

هغه دا هم ویلي، د اسلامي امارت د نظامي ځواکونو ۲۵۰ غړي چې سرغړونې یې کړې دي، هم بندیان دي.