د اوکراین د سولې مذاکرات؛ د روسي پلاوي مشري د پوتين سلاکار کوي

د اوکراین د سولې مذاکرات؛ د روسي پلاوي مشري د پوتين سلاکار کوي


  • 2 اونۍ دمخه (15/05/2025)
  • 136

ټاس خبري اژانس ويلي، له اوکراین سره د سولې مذاکرات چې نن به د ترکيې په‌ کوربه توب پيل شي، د روسي پلاوي مشري د کرملين سلاکار ولاديمير ميدينسکي وکړي.

تمه وه چې په دغه خبرو خبرو کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم ګډون وکړي، خو کرملين يې لا ګډون ندی تاييد‌ کړی.

همدې حال کې بیا د امريکا ولسمشر چې اوسمهال قطر کې دی، ويلي که روسي سیال يې دې خبرو چې ګډون وکړي، نو دی به هم يادو مذاکراتو ته ورشي.

د يادونې ده چې‌ دغه ناسته کې به د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم‌ ګډون وکړي.