تسکینوونکې خاطره

تسکینوونکې خاطره


  • 1 کال دمخه (13/07/2023)
  • باز محمد عابد
  • 743

جلال اباد مېشتو یارانو ته پته ده چې په دې وروستیو کلونو کې مې د ښار په ختیځه برخه کې د کابل سیند پر غاړه ځانته کور جوړ کړ. د مازیکر له لمانځه وروسته به مې سنبل له ګوتو ونیوله او تر تېر ماښام به مو د سیند له موسیقۍ او د لمر له غروبې نندارې نه خوند اخیسته. تر دې چې د ماښام د لمانڅه لپاره مې جاینماز هم له ځانه سره وړو او د سیند پر غاړه مې د ماښام لمونځ ادا کولو. اکثر وخت به راته له نیت تړلو مخکې د ارواښاد استاد برکت الله کمین یوه مسره رایادېدله:

چې په ګودر لمونځ د ماښام ونه کړم، څه وکړمه؟

د همدې مازیګر او ماښام تر منځ به مې په داخل او خارج کې له ملګرو سره په وټس اپ اړیکې هم نیولې او د یوه بل له احواله مو ځانونه خبرول. یو مازیګر راته ډاکټر محب زغم صاحب زنګ وواهه، له روغبړ نه وروسته یې راته ویل چې د لیکوالۍ په اړه مې یو کتاب چاپ شوی، په کابل کې یې چا ته وسپارم چې تر تا یې دروسوي؟

ما ویل نوم یې راته ولیکه، که جلال اباد کې کتابپلورونکو سره وي، تر لاسه به یې کړم.

هغه راته لهجه نوره هم راخوږه کړه او ویې ویل، فکر کوم مومند کتابپلورنځي کې شته. نوم یې دی" د لیکوالۍ عملي لارښود"

ما ویل بې غمه شه ډاکټر صاحب، سبا به یې ترینه راواخلم.

سبا سهار مې په سایکل پښه واړوله او پښتونستان واټ کې مې مومند کتابپلورځي ته ختلې زینې لاندې سایکل وتړو او نېغ کتابپلورنځي ته ننوتم. نجیب مومند لا نه و راغلی، خو د هغه بل همکار محمد ابراهیم ابراهیمي چې زموږ د نازولي یار عبدالله پیکار کشر ورور دی، د فرهنګیانو او لیکوالو قدردان دی، د کتابپلورنځي په بنډار ځای کې په یوه څوکۍ ناست و. روغبړ مو وکړ. له مخې سره یې راته له شنو چایو پیاله ډکه کړه. له ده سره مې په کتاب بازار لږې خبرې وکړې. ویل یې پخوا به محصلینو د خپل ضرورت وړ کتابونه اخیستل، خو اوس چې راشي، کتاب راواخلي، یو کونج کې کېني او د نوټ کتابچه ورپسې راوباسي.

په همدې خبرو کې مې ترینه د ډاکټر زغم د کتاب غوښتنه وکړه. کتاب یې راکړ. کله چې له کتابپلورنځي راوتم په کوانټر مې نجیب مومند وکوت. هسې خو به ما ته له نصیر مومند مرحوم نه واخله تر نجیب مومند پورې په لسګونو عنوانه هغه کتابونه وړیا را کړي وي چې ما به راډیویي ادبي خپرونه کې معرفي کول. کله چې مې د کتاب قیمت ورکاوه، نه یې اخیسته، خو قسم مې وکړ چې وړیا یې نه وړم. سل افغانۍ یې راڅخه واخیستې. ویل یې چې موږ هم په همدې قیمت اخیستی دی. ځای یې دی چې همدلته له نجیب مومند نه د زړه له تله مننه وکړم چې "د باز پرواز" یې په خپل لګښت چاپ کړی دی. دا کتاب زما په اړه لیکل شوې مقالې دي چې بختیار ساحل راټولې کړې وې.

کله چې کور ته ورسېدم، د کتاب په لوستلو مې له یوې مخې پیل وکړ. 

په دې کتاب کې ډاکټر محب زغم د لیکوالۍ بېلابېل ژانرونه را پېژندلي او نمونې یې په مدللو مثالونو تحلیل او تفسیر کړي دی.

د کتاب په سریزه کې ډاکټر زغم یو ځای لیکي:

"د ښوونځیو د تعلیمي نصاب مفردات د بهرنیو متخصصانو په همکارۍ برابر شوي چې بشپړ متفاوت او ښه دي. په نوي کتابونو کې مختلف معلوماتي، روایتي، او اقناعي متنونه او له خاطرې نیولې تر لنډې کیسې، ناول او شعره پورې بېلابېل تخیلي او ناتخیلي ژانرونه راغلي دي.

د نصاب نوي کتابونه به شاګردانو ته د مقالې مختلف ډولونه، خاطرې، کیسې، ډرامې او نور ژانرونه ور زده کړي."

ډاکټر زغم وړاندې لیکي:

"زموږ هغه نسلونه چې تر نوي نصاب مخکې فارغ شوي او یا فارغېږي، هغوی به د لیکوالۍ مهارتونه څنګه زده کوي؟

دې پوښتنې د دې کتاب لیکلو ته وهڅولم."

په دې کتاب کې زغم صاحب تخیلي او غیر تخیلي ژانرونه تشریح کړي، بیا یې په هر ژانر کې د کوم مشهور لیکوال هنري لیکنې نمونه شامل کړی او بیا یې په هماغه نمونې تیوري تطبیق کړې او په پای کې یې لوستونکو ته څو پوښتنې د هغوی د فعالیت لپاره هم مخې ته ایښي دي.

خو زما حیرانتیا هغه وخت زیاته شوه چې کله مې د خاطره لیکنې تیوري ولوسته، ومې لیدل چې زما یوه خاطره یې را اخیستې او بیا یې پرې تیوري تطبیق کړې ده.

له مخې سره مې ډاکټر محب زغم ته زنګ وواهه، په روایتي بڼه مې ترې مننه وکړه او بیا مې ورته د زړه خبره وکړه چې زغم صاحب، ما خو واله که د خاطره لیکنې لپاره تیوري لوستي وي، نه پوهېږم چې زما دا خاطره څنګه د تیوري په حساب برابره لیکل شوې؟

هغه راته کړه:

تاسو یو فطري لیکوال یاست او خدای تعالی درته د هنري لیکلو استعداد درکړی، ما ستا ټولې خاطرې ولوستې، هره خاطره باندې مو تیوري تطبیقېږي.

نه پوهېږم چې ډاکټر صاحب ته به پته وه چې نظام به بدلېږي او کتاب به یې ناچاپه پاتې کېږي، چې کتاب یې هماغه وخت خپله چاپ کړی و؟

که پخواني نظام دوام کړی و، دا کتاب به په میلونونو جلده چاپ شوی و. ځکه دا کتاب د لسم، یوولسم او دولسمو ټولګیو د شاکردانو لپاره د پښتو مضمون و او داسې اټکل کېده؛ هر زلمی چې له دولسم ټولګي فارغېږي، نه یوازې هنري ژانرونه به یې پېژندلی وي، بلکې لیکوال به فارغ شوی وی.

نو زما ګرانو لوستونکو!

که په وطن کې یاست د ډاکتر صاحب محب زغم د لیکوالۍ عملي لارښود تر لاسه کړئ، باور لرم چې ډېر څه به ترینه زده کړئ.

د لیکلو نېټه

د جولای اتمه ۲۰۲۳ ز کال