نازو انا د پښتنو د ملي قايد او مشر ميرويس خان نيکه عالمه او فاضله مور ده. دا د خپل وخت د پښتو مېرمنو يوه مېړنۍ او باتوره څېره وه او د ژوند تر پايه پورې يې د پښتنو د يووالي او برياليتوب مينې په زړه کې ټوپونه وهل. زه ددغې تلپاتې پښتنې مېرمنې د ژوند او کار نامو په باب ددې لپاره نه غږېږم، چې يو خو زما د بحث موضوع نه ده او بله دا چې دا کار ډېر زيات لټون ته اړتيا لري، زه يوازې ددغې فاضلې مېرمنې په شمول ددې د کورنۍ د پښتنو شاعرانو په باب څو لنډې يادونې کوم.
د نازو انا په کورنۍ کې که د پښتو شاعرۍ د مطالعې او څېړنې تکل وکړو، نو پيلامه يې په خپله له همدې فاضلې او عالمې مېرمنې نه راشروع کېږي. نازو انا په خپله يوه خوږژبې او نازکخياله شاعره وه. په پټه خزانه کې ددغې مېرمنې په هکله لولو:
(( هسې نقل کا: چې نازو د سلطان ملخى توخي لور وه چې تولد يې په ١٠٦١ هجري کې هغه ځاى ته نږدې و، چې تازى نومېږي. سلطان ملخى په هغه وخت د غزني تر جلدکه د اقوامو مشر و او په استقلال يې حکومت کا. معارض او سارى يې نه درلود او نازو په کوچنيوالي له مېرمنو پښتنو او سپين ږيرو علماوو څخه لوست وکا او مېړ مخى ارتينه وه چې نارينه يې مېړانې اوشجاعت ته حيران و.(١)
نازو انا په دغسې يوه عالمه او فاضله کورنۍ کې زېږېدلې وه او د خپل وخت مروج علوم يې لوستلي وو. د پټې خزانې په حواله نازو انا په پښتو ژبه شاعري هم کوله او ددې يوه مشهوره رباعي يې د بېلګې په توګه هم ثبت کړې ده. دا ډول د پټې خزانې مولف د خپل پلار په حواله د نازو انا د شاعرۍ په هکله ليکي:
(( چې نازو انا علاوه پر سخاوت او شجاعت او عبادت هسې ارتينه ده. چې د خداى تعالى څخه په مناجات يې ډېر اشعار ويل او يو دېوان يې درلود چې دوه زره بيتونه په کې وو او هلته يې ښه نکات ادا کړي وو او داسې يې ويلي وو چې نارينه يې هم نسي ويلى او دغه رباعي چې د نازو انا ده ما له خپله پلاره اورېدلې وه الحق چې ښه رباعي ده.)) (٢)
د نازو انا د شاعرۍ د دوه زره بيتو څخه موږ ته يوازې يوه رباعي راپاتې ده او هغه هم په پټه خزانه کې خوندي ده، خو د هغې د دېوان پته تراوسه نه ده لګېدلې د هغې دغه رباعي د شعري تلازماتو له مخې دومره قوي او زړه وړونکې ده، چې که هغې نوره شاعري هم نه وي کړي موږ يې د پښتو ژبې د ښو شاعرانو په کتار کې درولى شو.
سحر ګه وه دنرګس ليمه لانده
څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده
ما ويل څه دې ښکلي ګله ولې ژاړې؟
ده ويل ژوند مې دى يوه خوله خندېده.(٣)
ددغې رباعي د شعري قوت له مخې ويلى شو، چې نازو انا به د خپل عمر په اوږدو کې ښه او په زړه پورې شاعري کړې وي، لوى استاد ارواښاد علامه حبيبي ددغې پښتنې مېرمنې د شاعرۍ په هکله په خپله يوه ليکنه کې داسې ليکي: ((دنازو ادبي مقام او هنري لياقت هم د کتلو وړ دى. محمد هوتک په پټه خزانه کې د نازو انا فقط يوه رباعي د خپل پلار له خولې رانقل کړې ده، خو دغه يوه رباعي هم د نازو د ادب او هنر ارزښت ښکاره کوي او هم د معنا او مفهوم له پلوه ښه شعر دى هم د صفت په ښکلا مزين دى، د تخيل رنګيني او بداعت په کې ښکاري، سلاست يې په لوړه پوړۍ کې دى.)) (٤)
د نازو انا په کورنۍ کې که د پښتو شاعرۍ د عنعنې جاج اخلو نو ددغې کورنۍ دويم پښتون شاعر د دغې عالمې او فاضلې نوميالى زوى ميرويس خان نيکه دى. تر ډېره وخته پورې ميرويس نيکه يوازې د يوه پښتون ملي قايد او نوميالي په توګه د پښتنو تاريخ ليکونکو له خوا د تاريخ په پاڼو کې ثبت و او هغه د خپلو پښتني خصوصياتو او کارنامو له مخې زموږ د تاريخ پاڼې ښکلې کړې وې، خو له نېکه مرغه د محترم استاد زلمي هېوادمل د لټون او زيار له مخې دا ثابته شوه چې دغه باتور پښتون د خپلو سياسي او ملي مبارزو په څنګ کې ځينې منظوم اثار هم ليکلي او شعرونه يې هم ويلي دي. ددغه نوميالي پښتون مشر د شاعرۍ په هکله استاد هېوادمل د ژوندون مجلې د ١٣٦٨ ل کال په په دويمه او درېيمه ګڼه کې يوه ګټوره او ارزښتناکه مقاله کښلې ده، چې موږ د همدغې مقالې په حواله ميرويس نيکه د خپل وخت ډېر ښه شاعر بللى شو.
محترم استاد زلمى هېوادمل په خپله مقاله کې يوځاى کاږي: (( ... لنډه دا چې د ميرويس نيکه اسلاف او اخلاف ټول له شرقي او اسلامي فرهنګ سره اشنا وو او په يوه فرهنګي ماحول کې رالوى شوي او دوى ددې فرهنګ په وده کې برخه درلوده، خپله يې هم له فرهنګي مشاغلو سره مينه ښووله او نور يې هم دې خواته هڅول، د شاعرې او فرهنګيالې نازو انا زوى ميرويس چې پر سياسي او ملي کارنامو يې نه يوازې زموږ د هېواد، بلکې د سيمې دهېوادو تاريخونه ډک دي تر سياسي او ملي مسايلو سربېره يې له فرهنګي مسايلو سره هم مينه درلوده او اوس ځينې داسې څرکونه له موږ سره شته چې دا ترې ښکاري چې زموږ دغه ملي مشر په خپله ملي ژبه ځينې منظومې هم ويلې وې چې يوه نيمه بېلګه لا د ځينو خطي اثارو په زړونو کې خوندي ده.(٥)
محترم استاد زلمي هېوادمل په خپله دغه مقاله کې د ميرويس نيکه يو بيت هم راوړى، چې زه يې دلته دده د شاعرۍ د نمونې په توګه رانقلوم بيت دادى:
عرض مې نه لګي پر ناتمام پاچا
څو به کومه پر يادونه (٦)
دا ډول ليکوال په خپلې ليکنې کې د ميرويس نيکه د شاعرۍ په هکله ځينې ګټورې خبرې هم کړې دي ددې ليکنې په يوه برخه کې يې داسې لولو:
اما دا يو بيت هم موږ ته ډېر غنيمت دى او دا ځکه چې د پښتو تاريخ د يو لوى قهرمان د سخنورۍ څرک ځينې ايستل کېږي او دا موږ ته ښکاروي چې زموږ مرحوم ملي قايد حاجي ميرويس نيکه د شعر طبع درلوده او په پښتو يې نظمونه هم ويل، موږ د ميرويس نيکه د همدې يوه ترلاسه شوي بيت په استناد دده د شاعرۍ په باب خبرې وکړې....(٧)
ددغو ويناوو په حواله ويلى شو، چې د نازو انا د کورنۍ دويم شاعر ددې نوميالى او فرهنګيالى زوى ميرويس نيکه دى او دده دغه يو بيت او د ده مينه د فرهنګيانو او شاعرانو سره دا ثابتوي، چې دغه لوى او تلپاتې پښتون به د خپل ژوند په اوږدو کې زيات شعرونه ليکلي وي، چې له بده مرغه د زمانې ناخوالو لاتراوسه له موږ نه لرې ساتلى او که پلټنه وشي، نو هغه د محترم هېوادمل خبره چې دده زياته منظومه وينا به وموندل شي او دده شعري عظمت به هم پښتنو ته څرګند او روښانه شي.
د نازو انا په کورنۍ کې بله ادبي او فرهنګي څېره چې هم يې ژوند او هم يې شعر د ډېرې ستاينې او يادونې وړ دى هغه شاه حسين هوتک دى. دى د نازو انا لمسى او د حاجي ميرويس خان نيکه زوى دى. دى د خپل وخت يو عالم، عادل او فاضل پاچا و په خپل دربار کې د علم او ادب د ودې او پرمختګ لپاره يو فرهنګي مرکز هم جوړ کړى و او شاعران او ليکوال به يې په کې روزل. محمد هوتک چې پټه خزانه کښله نو دغه لوى پښتون پاچا دعمر له پلوه ځوان و د پټې خزانه مولف د شاه حسين هوتک په هکله ليکي: ((پادشاه جمجاه ضل اللـه شاه حسين ښالم خېل هوتک او د مغفور جنت مکان حاجي ميرخان زوى دى چې اوس په ځوانۍ کې پادشاهي کا او پښتانه يې په سيوري ارام دي، پادشاه عالم پناه په ٢٣ د ربيع الاول په ١١١٤ سنه هجري په سيوري کې د کلات پيدا شو، هغه وخت چې ميرخان د بيت الله او اصفهان سفر وکا، پادشاه ضل الله کوچنى و او له اعلم علما ملا يارمحمد هوتک څخه يې درس ولوست. او تر دولسو کالو پورې د عمر يې د فقه او تفسير او منطق او د بلاغت کتب ولوستل او په کندهار کې له پلاره يې مصالح د امور زده کړل...)) (٨)
دا ډول د پټې خزانې مولف زياتوي: (( د پادشاه عالم پناه په دربار کې تل علما او صالحان لار لري افضل العلما ملا يارمحمد هوتک چې د پادشاه استاد دى لوى عالم دى، په فقه کې يې کتاب مسايل ارکان خمسه کښلى دى... پادشاه عالم پناه په ارګ کې د قندهار هغه قصر چې نارنج باله شي هلته په هفته کې يوه ورځ دربار کا په کتب خانه کې او شعرا او فضلاء ټولوي، زه محمد هوتک کاتب ددې کتاب هم په دې مجلس کې يم او د پادشاه ضل الله اشعار او ادبيات په قلم کاږم او کتاب د دېوان يې مرتب شوى دى. کله په پښتو اشعار وايي او کله فارسي ژبې ته هم ميل کا او استاد العلما ملا يارمحمد ته يې قرائت کا چې سهو وسقم ځنې زايل کا او د پادشاه په اشعارو کې لږ سهوه ليده سي او علما يې ټول په بلاغت او فصاحت قايل دي او سماع ته مايل.)) (٩)
دا ډول لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي په پښتانه شعرا لومړى ټوک کې هم ددغه لوى شاعر د ژوند او اثارو په باب خبرې کړي او دده يوه سندره يې هلته ثبت کړې. په پښتانه شعرا کې لوى استاد حبيبي د شاه حسين د شاعرۍ په هکله ليکي: ( دا زموږ مړنى او ننګيالى پاچا د ملي ژبې يو ښه شاعر هم دى، چې په ملي لهجه يې بدلې ويلې دي. دده اشعار عشقي دي او سپېڅلتوب او خوږ والى په کې ليدل کېږي.)) (١٠)
د پټې خزانې مولف د وينا له مخې شاه حسين هوتک د شعرونو يو مکمل دېوان درلود او هغه يې ترتيب کړى هم و چې له بده مرغه تراوسه ورک دى. دده يوه شعري بېلګه يې په پټه خزانه کې خوندي کړى چې دلته يې راوړل ضروري بولم.
بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم
په تيارو کې د هجران يې له تا دور کړم
بېلتانه دې هسې اوښکې راخپرې کړې
ستا د فکر په ګرداب کې تل عبور کړم
د فراق پړى مې کښېوت و مرۍ ته
په جهان کې يې رسوا لکه منصور کړم
په وصال دې هم ناښاد يمه دلبرې
د بېلتون فکر په زړه کې ناصبور کړم
د باڼو عشى مې وخوړ په ځيګر کې
غمازانو په غمزو غمزو مهجور کړم
خلق ياد زما د عشق په لېونو کا
زه حسين محبت هسې مشهور کړم(١١)
د ميرويس نيکه نوم او دده کورنۍ د پښتنو د تاريخ يو رنګين او سمسور څپرکى دى د دوى مبارزې او سرښندنې د پښتون ولس په زړونو کې خاص ځاى لري. دغې عالمې او فاضلې کورنۍ د خپلو سياسي جدو جهد او هلو ځلو په څنګ کې د پښتو ادب لپاره نه هېرېدونکې کارنامې موږ ته په ميراث پرې ايښي دي. ددغې کورنۍ بله عالمه او فاضله مېرمن زينبه هوتکه ده، لوى استاد علامه حبيبي په خپله يوه ليکنه کې کاږي: (( د هوتکو په دغه درنې کورنۍ کې موږ دوى د علم او ادب خاوندې مېرمنې هم پېژنو، چې يوه مېرمن نازو د حاجي ميرويس خان مور وه... بله عالمه او اديبه مېرمن بي بي زينبه د حاجي ميرويس خان لور ده، چې د ملا نورمحمد غلجي څخه يې لوست کړى و او د محمد هوتک په قول يوه هوښياره او عالمه ښځه وه... دې مېرمن د خپل عصر مروج علوم او ادبي او ديني کتب ټول لوستي وو د شعراو پر دېوانو او اشعارو يې پوره عبور لاره او د موذونانو او شاعرانو قدردانه وه.)) (١٢)
دا ډول محمد هوتک په پټه خزانه کې ددغې خوږ ژبې شاعر د ژوند او شاعرۍ په هکله ګټورې خبرې کړې دي. ددغو خبرو په يوه برخه کې لولو: (( هسې روايت کا: چې بي بي زينب ډېره هوښياره او په مهماتو د امورو عالمه ښځه وه او د پادشاه جمجاه شاه حسين په امورو کې تدبير کا او هر کله په راى صايب مشکلات د امورو حل کا او پادشاه د زمان يې په خبرو عمل کا او نصايح يې اوري دا درشهوار د صدف عظمت ښه ښه شعرونه هم وايي او د موزنانو او شاعراو قدر کا دو او ين د شعرا هم کله لولي او له مضامين شيرين بى کام شيرين کا...(١٣)
ددغې پښتنې مېرمنې په هکله که پلټنه وشي، داسې ښکاري چې دې به هم د خپل عمر په اوږدو کې ډېر شعرونه ويلي وي د پښتو شعر په تاريخ کې ددې مقام ځکه زيات روښانه او ځلېدونکى دى، چې دې د خپل ورور په مړينه داسې ويرنه کښلې چې د پښتو ويرنو په تاريخ کې هم زيات ارزښت لري. موږ به دلته ددغې پښتنې مېرمنې د شعر د بېلګې د راوړلو په خاطر ددغې مرثيې څو بيتونه راوړو:
ږغ سو چې ورور تېر له دنيا سونا
قندهار واړه په ژړا سونا
زړه مې په وير کې مبتلا سونا
چې شاه محمود له ما جلا سونا
دا روڼ جهان راته تورتم دى نا
زړه د بېلتون په تېغ کړم دى نا
هوتک غمجن په دې ماتم دى نا
د پاچهى تاج مو برهم دى نا
چې شاه محمود تېر له دنيا سونا
قندهار واړه په ژړا سونا...(١٣)
په لنډيز سره ويلى شو، چې د نازو انا په کورنۍ کې ددې په شمول څلور تنه پښتانه شاعران نازو انا، ميرويس نيکه، شاه حسين هوتک او زينبه هوتکه تېر شوي، چې موږ په ډېره مختصره توګه ددغو څلور تنو خوږ ژبو شاعرانو يادونه وکړه.
اخځونه
١- هوتک، محمد، پټه خزانه لومړى چاپ، ١٣٥٦ل کال، د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى، ١٠١مخ.
٢- همدغه اثر ١٠٢مخ
٣- همدغه اثر ١٠٣ مخ
٤- د زېري کالنۍ، د افغانستان د علومو اکاډمي ١٣٥٧ل کال چاپ، په پښتو ادب کې د مېرمنې برخه د لوى استاد علامه حبيبي مقاله، ٥١مخ
٥- زلمى، هېوادمل، ژوندون مجله د افغانستان د ليکوالو انجمن خپرنى ارګان، ١٣٦٨ل کال دويمه او درېيمه ګڼه ٢٨مخ.
٦- همدغه اثر همدا مخ
٧- همدغه اثر ٢٩ مخ
٨- پټه خزانه، ياد شوى اثر، شاه حسين هوتک ٥٧ مخ.
٩- همدغه اثر ٥٨ مخ
١٠- حبيبي، عبدالحى، پښتانه شعرا لومړى ټوک، ١٣٢٠ل پښتو ټولنه ١٢٨مخ.
١١- پټه خزانه، ياد شوى اثر ٥٨مخ
١٢- د زېري کالنۍ ياد شوى اثر ياد شوى مخ.
١٣- پټه خزانه ١٠٧ مخ.