ښاغلي ملکی خزان شعرونه

ښاغلي ملکی خزان شعرونه

ملکي خزان د محمد سرور زوی د لغمان ولایت د هرمل د سیمې په لعل کلي کې پر ۱۳۳۶ لمریز، کال او له اقتصادي له لحاظه په یو ه منځنی کورنی کي سترګې یی نړۍ ته غړولی دي .. لو مړني زده کړي يي د لغمان ولایت په لومړني ښوونځي او تر یوولسم ټولکي پوري دروښان لیسه کی تر سره کړه دي . دولسم ټولګې يي د کابل ولایت په انصاری لیسه کي پر ۱۳۵۸ کال پای ته رسولی دی . د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تحصیلی دوره یي، ترې د وخت ستونزمنو شرايطوله امله نیمګړې پا تي شوه، او یو کال يي په کابل کي د ژورنالیزم مسلکی زده کړه هم وکړه .
د افغانستان په اردو کي دډګروالی تر پوړۍ رسیدلی دی . خزان د خپل عمر له ۱۶ کلنی نه راپه دي خوا شعر او شاعرۍ سره   مینه او اړیکې پیدا او د نورو شاعرانو د شعرونو له لوستلو ځني زیات خوند ا اخیسته . ملکي  خزان د افغانستان د لیکوالو او شاعرانود ټولني، افغاني فرهنکي ټولنو غړیتوب در لود.
شعرونه يي په ځانګړي ډول د پیام ، زیری، پامیر. طلوع افغان د ځوانانو په خپرونوپيوستون جرګی، سباوون، ژوندون، اردو او په پيښور کی د افغان داطلاعاتي مر کز، دافغانستان په نوم مجلو کې او د افغانستان دراډ یو ټلوپزون د څپوله لارو خپاره شو دی او دوه ځله دنغدي ادبي جايزو په تر لاسه کولو بریالي شوي دی . پرديسې نغمي دده لومړی شعري جونګه دی چي زیاته برخه يي په پردیسۍ او له هیوادڅخه د هجران په شپوور ځو کې لیکلې دې .او دوه نوري مجمعوي یي هم تر چاپه وتلي دي لکه جل وهلي هیلي او په هندارو کی خوبونه