زما دخوب ښا پیرۍ

2020-09-21

زماد خیال او تصور د ارمانونو ناوی  
زما دخوب د ځلبلونو د ښادیود شیبو ښاپیری 
لږ خود هاغه ذات په نوم                           
             چی د مینو دیدن په وخت [مازدیګر] سوګند یاد کړ         
د تورو سترګو یرغلونه تم که
مات شوی غشې د بڼودی.
زماټپی ګوګل نه وباسه دناز په ګوتو
دخپل کمڅو د مراندو غوټی دې په خیال وسپړه
زما له لآسونو
زما له بی روحه پښو
او،
زړه می دزلفو له دار،ژغوره
چی د هجران باد یې ونه زنګوې
وروسته له دی د سپینو لیچو په ټال
او،
دومره می پر یږ ده
چی می دمینی داوږدیې توندی له زوره ځینې
له چاودو شونډومې دسرو وینو دتاندو پرخو
ستا په زنبق او بلورینه زنه
لکه شهکاره تابلو
سور خال یا دګار کیږ دم
او،
دومره می پریږده
چه ستا په سرو،پستو ګپاڼو شونډو
یو ځلی واوروم
دخپلو شونډو
دسرو سپرغیواورښت
چی می دعشق دریښتینوالې یوثبوت پاتی شی
هغسی نه چې می دعشق دعرش دفتر کې
یواځې لیک جفا، جفاوې
او،
وفادې نه وې