قضأ سره قصاب خانه شوه

2020-09-21

 

 

دکارغانوتورې ډ لې

ګوره وریځو سره راغلې

دسپرلې ګلونه یې لوټ کړل

داغزو زړې یې کښت کړل

قافله دسباؤن یې

ګلکڅونو ته ورڅیرمه

دسکروټو دږلیو

په اورښت باندې تالاکړه

*     *      *     *      *

دمعصوم اسمان په غیږ کې یې

ستورې وویشتل په غشو

دسپوږمې پلو یې سور که

دشهید لمر په وینو

دحسرت لوګې یې خواره کړل

دالفت په جلګه باندې

دشعور ماڼو هلاک شو

ښامار مست شو داورونو

بڼ دعقل نه راتاو شو

زهرجن غاښونه یې خښکړل

ټول بدن مو لکه سکور شو

*      *     *     *     *

سینې څیرې کړې دغرونو

زړونه یې وویستل د کاڼو

دتسخیر په عملیه کې یې

چه پیدا کوم خدای (ج»خال که

دغاښونو په نشترویې

دا خالونه ټول تراش کړل

*        *         *          *          *

دډیوټ سپینه تخته یې

کړه داور به کاڼوماته

ډیوې مړې شوې

شپې اوږدې شوې

دسهار ارمان ټپې شو

دخپسو په نوکارو

د سپید و پلونه وران شول

کټورو ته نر ګسو

سپینې پرخې کښته نه شوې

دحرصونو،هوسونو

نامرادو مریانو

دشیطان دمچنغوزو

او غو لکو ګاټوباندې یې

دشنو څانګووربلونه

تار په تاراو نیمه خوا کړل

*     *      *     *     *

دمنګیو او بنګړیو

چغې یې پورته کړې هواته

سپین،سپین لیچې یې دهیلیو

سرې،سرې پاڼې یې دغوټیو

دګودر دچنارونو

په څیر ټول لمبه،لمبه کړل

*     *       *       *        *

هازمونږه دپلرونو

دنیکونو او تیرشوو

دزړو جوماتونو

دبنسټ ډبری یې وکښې

دهمدې اغیز له مخې

له یوې ورځې تر بلې

محرابونه یې کږیږې

دیوالونه یې ړنګیږې

دلویدلو،لویه ویره یې

دشیخ سرکښې پیداشوې

تسبې غورځوې او تښتې

میکدو کې پناه غواړې

   *    *     *     *     *

دانصاف تله شوه ماته

قضآ سره قصاب خانه شوه

قلم ځاې دکولنګ ونیو

تورې ماتې شوې لأسوکې

دپیرانو او مرشد و

دقبروکږې لکړې

او جنډې د زیاد تویې

خړې بریښې، خړې شناختې

د لوید لو مزارونویې

دکارغانو موزیم ته

رپ دسترګو سره یوړې

    *     *     *    *     *

د نړۍ دکا ئنا تو

دخلقت انځوره ؤنکیه!!!

دذلت او لذت ربه!

ای دنورو پیداکوونکیه!!!

داغزیو زړې وچ کړې

سپیرې دښتۍ مو ګلبڼ کړې

دعلمیت،پوهې ډیوې مو

کړی روښانه په هر کور کې

دسکروټو دږلیو

په بدل کې لویه خدایه

پرموږ ووروې پرخې

ته د خپلو رحمتونو

  *    *    *    *     *

دا اوږدې شپې کړې رالنډې

سهار روغ، لمرژوندې کړې

قافله دسباوون مو

ګلکڅونو ته کړې سمه

دا دقاف ددنګو غرونو

ددې هسکو، هسکو څوکو

نیم بسملو شاهینانو

ګوربتانو او بازانو

لره ورکړې دځواکونو

دپولادو،وزرونه

چی زمونږ په چاپیر چل کې

مرې پری کړې دکارغانو

دټپوسو او کجیرو

دباد خورو او کونګا نو

څوچه دلته ګډ سیلونه

دکوترو او تنزرو

دزرکانو او سیسیو

دګلسرو او بلبلو

په اخلاص او مینه راشې

شکریه داستا ادا کړې

خپل یې واک، خپل یې اختیارشې

خپله یې مینه او دیار شې

شین سپرلۍ شې خزان نه وې

ژوند نه خوند دژوندونواخلې

   *     *     *     *      *

پاکه ربه مهربان شې

درحمت نظر دی زیات شه

دا زموږه د ما لت نه

دعذاب پرده کړی پورته

نور مو وساتې له قاره

دثواب وخت دې پیروز کړې