2020-09-21
نظر زما لـــه ورایـــــه پــــه ګلـــــزار ولګـــــــیــــــده
هر پل مې په ورتګ کې په انــــګار ولګــــــیـــــده
ازغی دبد مرغۍ مې چې دزړه په غوټــــۍ راغی
خا ټول دامیدونو مې پــــــر هــــــار ولګـــــیـــــده
زما دتن له وینو څـــخــــه لیـــــک دمـــیـــــنې نظم
دیار دسپینې غـــاړې ســـــره هــــار ولګــــــیــــــده
وصال دتورو سترګو چــــــــې هدف شو دغوښتنو
ارمان زما دعشق ســــــره خـــــمــــار ولګـــــیــــــده
ادراک دغــــمـــا زانـــو چــې امسا دبیلتا نه شـــــو
دمینې پــه هـــنـــداره کــــې غـــبــــار ولګــــیــــــده
چې لاس مو ورته ورکړ دباور په تفــا هــــم کــــــې
هر دوست مو له مطلب سره اغیار ولګــــــیــــــــده
حریف ته دسر تا ج دورکولــــــو پــــه بــــدل کــــې
دموږ په خزانو با ندې ښــــــا مـــــار ولګــــیــــــده
چې پیل دغمیزې دیر غــــل پــــه بـــنــــــا وشــــــو
دژڼو له ســــــــــرونـــــونــــه منــــار ولګـــــیــــــده
یو شوق مې دخوندونو لټاوو په خپل شعور کې
الفـــت وو په تندي بـانــدې شعار ولګـــــیـــــــده
ګلبڼ دآذادۍ یې خړوب کړی دی پــه ویــــــنــــــو
افغان ته په وجدان کې افتخــــار ولګــــــــیــــــده
غو ټۍ به یې په غاړه کې ګلونـــه شــــــي دهیــــلو
مو سم د خیال دمینـــــې کــه بـــهـــــار ولګیـــــــده
امستر دام