دخيال لمبې

2020-09-21

چې مې دخيال لمبې دحسن تراسمانه رسي

اوس مې دردونه په نغموكې ترجانانه رسي 

نن مې دغم په ښاركې اوښكواعتكاف كړى دى

چې هريوڅا څكى يې دښكلوترګريوانه رسي 

كاشكې شبنمه! زه هم ستا په شان دځان قاتل واى

چې جنازه دې دګلاب ترزنخد انه رسي 

ستا دښايست درڼا داسې توپان واخيستمه

چې مې لاسونه اوس  دنور تركهكشانه رسي 

ستړى كاروان ، خونړۍ لاره ، قتل شوى مزل

زړګيه وايه !  دا به څنګه ترآرمانه رسي 

پيغامه ! ګل غوندې خاموشه شه د زړه په كوركې

چې فر يادونه دې  دعشق ترلامكانه رسي