زه پښتون دکلي ښکار د دسيسو د جهان شومه
نه يـمـه خـبرله سراوځان سـري په ګريـوان شومه
نه مې ده ګــــناه مـعلوم نه خــبر له خـپله جرمه يم
بې ګناه زنـــــــدانــې دجهانونو په زنــــدان شومه
دومـره مې ګـــناه ده چه ميــــن يمه دشمـــــــــع تل
زه لـکه پـــــــتنګ په خپله مـــينه قـــــــربان شومه
دنياوال کوي ژوندون په سروماڼو سپينوکې
زه له دنــياوالو تـــنګ د کلي په ګــذران شومه
دا زما صـــفت دی په هر چا مې اعتــــــبار کړی
کله له پـــردو کله ســــوی له خــــپل ځان شومه
شــــرق و غـــرب دواړه تــره زامــــن دي دوې
مــــــنځ کې زه دلـــــدل غــريـب پـــــټان شومه
ســـــــره و ســپــــين به خـــــپلو کې ســيالي کوي
زه يـــې د زور آزمــوينې جـــــوړ مــــيدان شومه
نه مــې دی آرام پــوره نه مـــې دی آرمـــان پــوره
زه قـــــربانــــــې د دنـــــــياوالــو د آرمـــــان شومه
کله کمـــــونـيــــــست کله اســـــلاميـــــست شمه
کـــــــله يـــاد زه په نــوم د طالــــــــــب خــان شومه
لـــوټ شومه بــــرباد شومه ګـــيله وکــړمه له چا
لدې نــــړۍ ظالمې که ايــران و پاکســتان شومه
ګورم چه حالت ددنيا او لالهنده خپل ملت ته
په زړه باندې زخمي زه ((نجيب)) افغان شومه
30-04-2005