تمه

2020-09-21

زه چې ماښام تنها له ځانه سره
د تېر سهار د غم سكې وشمېرم
او دخپل خيال په ګوتو
يې د زړګي په تل كې ښخې كړمه،
د اومه ذهن نړۍ
مې ټوله ولړزېږي
او د لېمو له كليو
داوښكو سپينې پېغلې
له خوبه وپاڅېږي،
كتار-كتار شي، دګرېوان ښار ته پناوې يوسي
لكه زموږ دكلي
پېغلې چې ،
په تورو تورو شپو كې
ځي تر پرديو ښارو
او هلته وركې شي، ترۍ شي د سبا په تمه