2020-09-21
يو وخت به ما او اشنا
جوړه-جوړه او لاس تر غاړې تللو
د پورې غره لمن ته
هلته به لاره كې د كلي نجونو
راته پټ – پټ له دريڅو كتله،
بيا به يې ښكلې شير چايي شونډكۍ
ورو شانته وموسېدې،
لكه د ښكلي كنداري ګل ګلاب
غوټۍ چې وغوړېږي؛
بيابه د غره لمن كې
پر هغه غټه ګاره
چې پرې ليكلي به وو، زما او د اشنا نومونه
دواړه جوړه كېناستو
او زموږ د كلي د رمو شپونكي به
راته پسته خوږه شپېلۍ وهله،
ما او اشنا به مې په غبرګو او جوړه غږو كې
ښكلې ټپې ويلې
او د ژېړ لمر ښاپېرۍ
به په نڅا لاړله
د هاغه غره ترڅوكې.
وروسته تر ډېرو مودو
لاړمه ها د پورې غره لمن ته
هغه د كلي ددرڅو په منځ كې
دنګې ښايسته جنكۍ نه ښكارېدې
او نه د غره لمن كې
راته دكلي شپونكي
ژېړه شپېلۍ شونډو كې ونيوله،
د پورې غره له سره
بس د باروتو شنې لوخړې تللې؛
باد په پستو لاسونو
مخې ته لرې يوه سپينه جنډه
راښوروله ورو ورو
لكه له لوړه چې يوه دنګه پېغله
د جنګ ډګر ته تلله؛
د لو نګينو برېتورو زلمو لارې څاري
او تورې څڼې يې پر سپين ټيكري وي باد شيندلي؛
جنډې ته څو ګامه ور وړاندې شومه،
د مازيګر د زرين لمر وړانګو مې
پر دواړو سترګو باندې
زرين شال وغوړاوه،
ورو مې د لاس په سيوري
شال رااوچت كړ د لېمو له مخ نه
پر هغې دنګې ،هغې سپينې جنډې
مې په تور ليك ليكلي،
دا توري ولوستله:
"چې مې د قبر خوا ته راشې
ديدن به نه وي نو دې پورته كړه لاسونه".