غزل

2020-09-21

ستا يادونو خو زه ډېر زرې زرې كړم
زړه مې غواړي چې دا زړه له ځانه پرې كړم

د ډيوې دود راته زلفې زلفې كېږي
له دې غمه په كاله كې ډيوې مړې كړم

په يو حال كې محبت پرېښودى نشم
په دروغو له ناصح سره وعدې كړم

په سحر كې د جومات په ګوټ كې ناست يم
چې ماښام شي نو تكل د ميخانې كړم

مسكيتوب كې دې ايله شو له نظره
د سپرلي ګرېوان به ټول ريښې ريښې كړم

د يادونو اباسين به دې لاهو كړي
كه زه ډېرې دعاګانې درپسې كړم