د مزدا پر لورې لاره
2020-09-21
کــــښــم پــه شـــپه کې دسبا پرلورې لاره
دســپـــېدو د ځـــلېداپـــــرلـــــــــورې لاره
که راچـــورلــم ترخپل ځان بړبوکۍ وزمه
لنــډوم خـــودبــــېـــديـــاپـــرلـــورې لاره
داســـرو د وچــــــو شــــاړو شـــنو خوبو ته
بــــيا هـــم څــــارم د زرغــــا پـــر لورې لاره
مرور خيال يې يو وخت ګوندې په تېرکې
راکــــــــږه کــــــــړي بــيــا زما پر لورې لاره
له ټـــګۍ برګۍ او دروهــو، دروغو اخوا
چـــا ونه کـښه د رښـتـــيا پــــر لـــورې لاره
لـــه تــــورمــخو بـــــوږنــــــوړو واټــنونـــو
هســــې بــــاسم د ښــــکلا پــر لـــورې لاره
کښم په زړه کې د دې تــوروګورو وريـځو
د ځــلااو د برېــښــــــــــــنـا پــر لــورې لاره
پــرېـــولل بــويــه د يــزيــد، شمـرپه ويـنو
د ټــــولـــوژلـــې کــربــلاپـــر لــــــورې لاره
جـــوړ مرغه داورو ويـــنــو د تــوپــان يــــم
کــه نــغاړم د ژغــور، ســما پــر لورې لاره
د خـپل ســر پــه بــيه مــا پــر مـخ اخېستې
د بـــري، ســـوبـــې، بـــريا پــر لـــورې لاره
جارواته مې ترې د مــرګ تـر پولې نه شي
چـــې مــې نـــغـــښــتـې د رڼا پر لورې لاره
روان تخت د سليمان بــــه څــــه ارمـــانــــم
لکه لمـــر کـــړم د ســـبا پــــر لــــــورې لاره
د قاف غرونه مې پر مخ هم تــړای نـه شـي
جـــابـــلـــقا نـــه، جـــابــلـــسا پر لورې لاره
مــــا امــــرلـــې يـــې د مينې په تړون کې،
لـــه دېـــوتـــانــه، د مــزدا پــر لـورې لاره!
لندن، ۲۰ – ۸ – ۲۰۰۵