داسې يار پسې خپه يم

2020-09-21

زه يې دهر لمانځه دعا کړم داسې يار پسې خپه يم
زه يې ايمان په شان ويسا کړم داسې پسې خپه يم

دخوږې مينې دنيا موپا کيزه لکه  دعا وه
زه يې دشين ختا سماکړم داسې يار پسې خپه يم

ګلاب ګل وم پاڼې پاڼې ده په لپو کې راټول کړم
زه يې دژوند دبڼ ښکلا کړم داسې يار پسې خپه يم

ده فاني حسينې مينې کړې ډالۍ فاني دنيا ته
زه يې دخپل زړګي دنيا کړم داسې يار پسې خپه يم

چې تقدير راته پيرزو کړ شاجهان زما دمينې
زه يې رڼا دتاج محل کړم داسې يار پسې خپه يم

مخ مې پټ کړو له حيانه ده مې خور په سرپلو کړ
زه يې خوندي په خپل حيا کړم داسې يار پسې خپه يم

رحيمې دې غوړولي دسخا په در ځو لۍ دي
زه به يې ځان د در ګدا کړم داسې يار پسې خپه يم

د اغلۍ رحيمه پشتونجار شعرونه - نور