غزل

2020-09-21

داغه د زړګي راشه دردونه سره ښکل کړو
زړکې د هجران خواږه غمونه سره ښکل کړو

اوښکه شه جانانه چې ليمه درنه چاپيره کړم
پټ به په بڼو کې ديدنونه سره ښکل کړو

زه دګلاب ګل يم خو مې څانګه له ازغوډکه
ته غيږدغاټول شه چې داغونه سره ښکل کړو

مه وله غمازه ! دوه مين په کاڼو مه وله
پريږده چې  دمينې څو لوظونه سره ښکل کړو

زړه خو مې نا سور شوته مې اه دفريادونوشوې
راشه يو ځل خواته چې زخمونه سره ښکل کړو

ستا دمينې ډکې مې دسترګو پيمانې شولې
راشه ساقي راشه چې جامونه سره ښکل کړو

ستا غيږکاينات وه زه سپوږمۍ دڅوارلسمې وم
راشه چې شو ستوري تير يادونه سره ښکل کړو

شپو کې دې غزل راته دمينې نغمې  اوروي
ته مې شه شاعر چې دې بزمونه سره ښکل کړو

جوړ خو رحيمې ته ستا دمينې پيغورونه شول
اوس مې زمانه شه چې وختونه سره ښکل کړو

د اغلۍ رحيمه پشتونجار شعرونه - نور