غزل

2020-09-21

مرګ ته مې نن بيا څو ځلې زړه کــېږي
ګورمه دې سترګو ته چې څه کـــــېږي

څنګه درته ووايم چې څـــــــه غـــواړم
دا خبر زما پـــــــه ژبــــــه نـــــه کېـږي

ټول چې د چا زړه وي خوړل شــوی نو
څه په تش ګوګل او تشه خــوله کېږي

دا چې له خبرې نه وا نه اوښـــــــــته
شک مې په شيطان د پښتانه کېــږي

ستا تلاش کې غـــلی غــــلی کېږمه
ځکه خو ګمان پـــه ما د غـــــله کېږي

دا د اټک زړه چې نـــــاسور شوی دی
نه  غواړې علاج يې ګنـــې ښه کېږي