غزل

2020-09-21

د مینې لېونتــــــــــــوب مې تر زندانه رســـــــوي
بس غمونه دي چې اوښـــــکي تر ګرېوانه رسوي
 
دچــــــا په دې جهــان کښې د زلت جنازه باسي
او څوک بیا دغه مینه تر ایمـــــــــــــــــانه رسوي
 
د جانان مې دغه یو دستــــــور له نورو نه جدا ده
چې زخم راکړي  بیا مې تر درمـــــــــانه رسوي
 
چې ورک شمه له ځانه د شرابو په رنګو کښې
بیا خپله بې خودي مې تر خپل ځـــــانه رسوي
 
لکه سرو ته چې د سرو زرو اوبه په مينه ورکړي
چې کله هم دا شـــــــــونډي تر پېزوانه رسوي
 
ژوندون به ېي له ډېرو دښتــــــــــــــــو تېر کړي
منزل چې څــــــــــــــو ارین تر ګلستانه رسوي