د ګر بت الوت

2020-09-21

څومره ارته دنیاګۍ ده
څومره ارت دي آسمانونه
څومره عرش د خدای اوچت دی
څومره ستړي دي فکرونه
څومره لارې له موږ ورکې
څومره پوهه مو کوچنۍ ده
څومره عقل مو ماشوم دی
څومره لرې دي مزلونه
لویې  لارې  چې  زه  څارم
زړه مې تنګ شي لویه خدایه
ځان جهان  را  څخه هیر شي
غږ مې  واوره، راته وایه
دجهان په وروستي ګوټ کې
هلته لرې، بیابیا لرې
او د لرو  پسې لرې
هغه ځای ، هغه مکان کې
چې وزر د جبراییل یې
له تسخیر څخه عاجز دی
او هما  د  اندیښنو مې
د خیالونو په وزرونو
هلته نشي آلوتلای
ستا مخلوق به
د څکاک کومې اوبه څکي
او د ډبرو او فولادو له بڅرکو
کوم خواړه خوري
پاکه ربه! راته  وایه
هلته څه دي
څوک نڅيږي – د چا ساز ته
څوک نغمې  د زړه سندرې
په څه توګه- چاته وایي
لویه خدایه!
زړه مې غواړي سفر ؤکړم
لاړ شم هغې دنیاګۍ ته
چې لاهوت یې خلک بولي
او د لاهوت او جبروت د غوږ پردو کې
د ناسوت غزله ؤ وایم شاعر شم
پاکه ربه! ته توان د  الوت را کړې
چې ګربت شم
او د هما په وزرو والوزم  آسمان ته
او د آسمان د رڼو ستورو او سپیرونو په ځنګله کې
هغه ستوري را پیدا کړم
چې له لرې دنیاګۍ نه
هر ماښام راته  سترګک وهي  دمینې
کله ورک شي له نظره
کله کله را پیدا شي
او ترې څاڅي او بهیږي
د یاقوتو د غمیو سره رنګونه
د څیړیو د سکروټوـ سره اورونه
لویه خدایه! ته  حکمت کړې  را په برخه
چې پټ راز راته څرګند ښي
لاړ شم هغې دنیا ګۍ ته
چې لولاک يې خلک بولي
او زه هلته – هغې پټې دنیا ګۍ کې
د ناسوت د نڅا ګرې نڅا ؤ وینم
په محفل د ملکوت کې
او د لاهوت او ملکوت له لوري واورم
هغه شعر هغه  غزله
چې خالق د کاینات یې
د توحید په ژبې وایي
او مخلوق او بنده ګان یې
د اخلاص په غوږو آوري
او د لاهوت له ډیره  وهمه او هیبته
ملکوت کې ولولې شي
جبروت کې هلهلې شي
شعر کتاب د معرفت شي
شعر تفسیر د حقیقت شي
دینداران له بې دینۍ نه لاس په سر شي
د تعصب او د ریا کمپله ټوله شي- دین، دین شي
له اسمان څخه فریاد د عشق اوچت شي
او شاعر د ستړو لارو په چوپتیا کې
دا غزله د ناسوت په ژبې ؤ وایي خالق ته
خدایه ته یې زما مینه
عشقه ته زما مالک یې

د ښاغلي عنایت الله پویان شعرونه - نور