2020-09-21
سترګو مې اوښکې ګيلې در وړې، تا پروا ؤ نه کړه
ماشوم زړګی مې په ژړا شو، تا ژړا ؤ نه کړه
کور ته دې راغلم ګوندې را کړې، د سرو شونډو ذکات
ذکات د حسن په نصاب ؤ، تا سخا ؤ نه کړه
مړ دې د سترګو په چړو یم ، حال مې کله پوښتې
اوښکې شهیدې په لیمو شوې ، تا دعا ؤ نه کړه
کلونه کیږي رنځور پروت یم ، ستا د هجر اور کې
ټپ مې د زړه په ناسور واوښت، تا دوا ؤ نه کړه
ما وې خیرات به دې د سترګو، له لیمو غواړمه
خونکارو سترګو جفا ؤ کړه، تا وفا ؤ نه کړه
کلونه کیږي پویان ناڅي، ستا د مینې ساز ته
ټنګ مې د زړه له رباب ؤخوت ، تا نڅا ؤ نه کړه