2020-09-21
ستا راتګ هم د هغې د خولې وعده شوه
چې هر څومره لنډیده هومره اوږده شوه
تر دې پس نو انتظار د څه خبرې ؟
د راتګ دې هره نښه راښکاره شوه
د ماجوج لښکرو هم غرونه سوري کړل
له اوه سمندرونو نه راتیر شول
لرې نه ده چې کعبه به بتخانه کړي
د اقصی له دیوالونو خو چاپېر شول
جوماتونو کې هم امن پاتې نه دی
خلک واړه په دجال پسې روان دي
مستقبل او ماضي دواړه ورنه هېر دي
سربداله دي ، په حال پسې روان دي
استبداد ټوله نړۍ په مخه کړې
هر طرف د ظالمانو راج او باج دی
هره خوا بی انصافی ده ، ځانځاني ده
دې ښامار په سر اخیستی ټول سماج دی
تمدن کمان په لاس ورته ولاړ دی
د تهذیب سینه په سرو غشو سورۍ شوه
له اسمانه شنه اورونه راوریږي
ځمکه هم په خپل وجود لکه تبۍ شوه
خلک بیرته د ځنګل ژوند ته ورګرځي
انسانیت د حیوانیت جامې په تن کړې
د فطرت په رنګینو یی تالان ګډ کړ
او چړې یې په زړه خښې د ختن کړې
یو انسان د بل انسان د وینو تږی
هره لویشته لویشته ځمکه کربلا شوه
د دریاب اوبو د وینو رنګ نیولی
د باروتو په لوګو توره فضا شوه
راروان شه ، نښې څه د قیامت وي ؟
قیامت خو بس همدا دی چې تیریږي
ستا راتګ یوه بهانه د اختتام ده
بی له لمره یوه شپه نه سبا کیږي