غزل

2020-09-21

 ستا د سترګو په کتو کې چې اثر دی 

دا کمال ستا د نظر په ډير هنر دی 
بلا زړو نه دپه غشو سوري کړي 
هر باڼه د لکه غشی او خنجر دی 
خاطرو د ټول زړګي زما نيولی 
زما زړه ستا د يا دو نو لوی دفتر دی 
لکه کا ڼی غوندی سخت زړو نه او به کړی 
ستا خبري جادو ګري دي منتر دی 
( صدا قته ) چې ريبار مې خبر راوړی 
بيا پر ما باند ې نو ټوله ورځ اختر دی