چې په زړګي کې مې ګيلې پاتې شوې
وخت ته دمینې افسانې پاتې شوې
چاچې دبل په و ینو لو بې وکړې
هغو ﺉ ته کلي هدیرې پاتې شوې
چې سرې غو ټۍ خزان وهلې ګوري
بلبل ته بس سوې نارې پاتې شوې
چې یې څاروان داسې ویده پاتې شو
په نیمه لار یې قافلې پاتې شوې
حساب دمینې صداقت چې وکړ
ورته نیمګړې فیصلې پاتې شوې