2020-09-21
څو به له دې پټې دنيا کړې تپوس
زړه مې له تا او ته له ما کړي تپوس
تپوس د خپلي خندا وکړه اشنا
ګلفام که ته مې د ژړا کړی تپوس
لېوني کله کله وائې ريښتيا
د لېونو څه د سودا کړې تپوس
نن خو و صال تاله هيڅ نه ښکاري
د بېلتانه به مې سبا کړي تپوس
بس خو پو هېږم چې هم تاسره دی
چې د خاطر مې تل اشنا کړي تپوس