په خوشحال خټک باندي
2020-09-21
لا تر اوسه ئې ستايل شي توره ډال پۀ پښتنو کښي
ياد به نه مري تر قيامتهد خوشحال پۀ پښتنو کښي
صفت ښۀ وي پس له مرګه پۀ ژوندون کښې صفت مخ دي
د خوشحاله د توري ښکاري يو مثال پۀ پښتنو کښې
که خوشحال رانه څوک غواړي پښتو ژبه ئې نشان دي
په خپل ژوند ئي ختم کړي فکر خيال په پښتنو کښي
چي خفه نۀ شي خوشحاله داسې مۀ وايه چي مړ يم
يادګيرنې دي اوس کېږي کال په کال پۀ پښتنو کښي
تا بنياد د ژبي کلک کړو اي خوشحاله وران به نۀ شي
تل تر تله به ولاړ وي د ا دېوال پۀ پښتنو کښي
سوال خو گران دي يو پېغور دي پېغور نه مرگي ښه دي
خوشحال موګ د غيرت خوښ کړو نۀ ې سوال په پښتنو کښي
پښتانۀ ډېر دي حأ طره داسي مۀ وايه چي نشته
د خوشحال غوندي يادېږي خال په پښتنو کښي