غزل

2020-09-21

له ما خفه او مروره ، راشه ډوب مې که
يه زما ياره زوروره ، راشه ډوب مې که

واوره ورېږي زه لمدو سکرو ته ناست يمه
په ما راولوېږه کمره ، راشه ډوب مې که

ته رانه لاړې په کاسو کاسو به وژاړمه
ما زوروه دغسې نره ، راشه ډوب مې که

زما د غوڅو پښو تڼاکو ! لږ څه وار وکړئ
د چا د سترګو سمندره ، راشه ډوب مې که

ما ددې دٙور له يارانو داسې لرې ساته
زما غزل ، زما هنره ، راشه ډوب مې که

ډاډ څه ؟ خو مات د سمندر په غاړه ناست يمه
تور ماښامى زېړ مازيګره ، راشه ډوب مې که