هو ضروري ده ګډه وډه نشي
سوله پري ده ګډه وډه نشي
د کرن خان ګانه وه بنده مې کړه
مسافري ده ګډه وډه نشي
تاته اظهار رانه بیخي ګډوډ شو
تاته زاري ده ګډه وډه نشي
هغه چې څه وایي نو زه یې منم
د سوال یاري ده ګډه وډه نشي
ریحانه راشه چې غزل ولیکو
انځورګري ده ګډه وډه نشي