غزل

2020-09-21

خدای چې ژوند او ژبه راکړل، د خبرو حق لرمه
چې ښکلا اورم او ګورم، د سندرو حق لرمه

چې د خیال زرغون طوطي مې، له مستیه چغار غواړي
د خوږو خوږو نباتو، د شکرو حق لرمه

په ځیږو ځیږو ډبرو، مې ورغوي کړل تڼاکې
د رڼو رڼو غمیو، پر ډبرو حق لرمه

د زړه تار تار مې بښلی، ستا لپاره و نغمو ته
چې لفظونه پرې پېیم د، مرغلرو حق لرمه

په باروتو په اغزیو، کې پښې یبلې یم راغلی
د ګلابو د نرګسو، نیلوفرو حق لرمه

۷ میزان ۱۳۹۸ کابل