غزل

2020-10-26

راشـــه بــیــا وودۀ وودۀ راســره کـښـېـنـه
پـــه ټـــغـــر زمــا د زړۀ راســـــره کـښـېـنـه
زۀ پـه ځـان کـښې د تـنهـا لېـمۀ په شان یم
تــۀ پـه حـېـث د بـل لـېـمـۀ راسـره کـښـېنه
تـــجـــویــزونــه دې ګــلــونــه دي مـنـم یې
بـل بـه څـوک راځـي خو تۀ راسره کښېنه
په پردي جنج کښې خو ډېر ذرې ذرې شوې
لــږ پــه ویــر د پــښــتـانــۀ راسـره کـښـېـنـه
د خــلا ســتــا ســـفــرونـه کــه نـــور نــۀ وي
وه قـــېـــصـــره ! وه مارغۀ ! راسره کښېنه