د کابل غمیزه

2020-10-26

لفظونو ډکې سترګې راپورته کړې

غرېو نیولې شونډې یې ورپېدې

ما یې د رپېدونکو شونډو حرکت قیاس کړو

شاید همدا یې ووې

د کابل غمیزه بې توله اوږده شوه

د زخمونو دا احاطه زښته فراخه شوه

مونږ دومره محیط نۀ لرو

چې دومره اوږدۀ طوالتونه راغونډ کړو

دومره پرېمانه زخمونه بیان کړو

د انسان د ظلم په وړاندې

د هغۀ د وحشت او بربریت په اندازه

مونږ د ترجمانۍ قوت نۀ لرو 

لفظونه معصومان وي 

د بربریت په نړۍ کښې

د معصومیت د قتل عام سره 

لفظونه هم د ډېر سوخت نه ساه ورکړي