2020-12-08
زه څه خبر وم دېوالونو ته ورغاړې وتم
په ځان پوه نه شوم ستا يادونو ته ورغاړې وتم
ما دې ازغن ازغن حالاتو سره شپې تېرې کړې
زه ستا د اوښکو امېلونو ته ورغاړې وتم
په رڼا ورځ مې ستا دحسن تذکرې يادې کړې
په توره شپه ستا تصويرونو ته ورغاړې وتم
دا ستا خوږو خوږو دردونو رانه غېږ تاوه کړه
لکه نسيم غوندې ګلونو ته ورغاړې وتم
له ما نه دومره لرې چرته سحرونه تلي
زه چې د ژوند تور ماښامونو ته ورغاړې وتم
منګله! ژوند به مې غزل، غزل، غزل، غزل شي
چې ستا د ذکر الهامونو ته ورغاړې وتم