2020-12-08
هله مې مخ ته د ژوندون هره لمحه ودرېده
چې د انسان غوندې ګويانه ايېنه ودرېده
زه وم راوتى د رڼا او د ښکلا په تکل
لکه دېوال به زما مخ ته توره شپه ودرېده
ښکاري د کار سړى به وي همدغه يو وګړى
چې استقبآل ته يې دا ګرده ښاريه ودرېده
زما د غم په کېفيت دومره غمژن شو ماحول
زه داېرې کې وم اوماته تماشه ودرېده
په يبلو پښو، په شاړو دښتو وو نږدې منزل ته
افسوس افسوس چې بې همته قافله ودرېده
شاېد د زړه غوښې يې وې د مځکې تل کې پرتې
يوه مورجانه هدېرې ته ودرېده ودرېده
سترګې مې ډکې شوې کنډکنډ غمي راتوي شول ترېنه
کله چې ېاد ته مې سپېره د ژوند کيسه ودرېده
منګله! دا چې مسيحا نه وي نو څوک به وي بيا
د چا دپاره چې روانه جنازه ودرېده