غزل

2021-02-21

که څه هم ډېر عمر پرې تېر شو رژېدلی، ګل

په زړه مې اېښی د خوشبو نه پرېوتلی، ګل

 

ژوندون همدا دی لږ به وخاندې او مړ به شې

څه موده وروسته راګوزار شي ودرېدلی، ګل

 

چې ستا له خولې به وه ښکنځله ما ګڼلو صفت

چې ستا د لاسه به وو کاڼی ما منلی، ګل

 

مونږ هر سهار ویل چې پروت یی دی شبنم په مخ

مونږ ته څه پته وه که هره شپه ژړلی، ګل؟

 

نن مې د یار په حسن څه عجب نظر راغلو

ما فکر وکړو چې بیخي بس غوړېدلی، ګل

 

ژوندون که دوه ورځې هم وی، چې ما بس دا کولی

هنره! خلکو ته مې لاس کې ورکولی، ګل