غزل

2021-02-21

هيڅ مې نکوي، زخمونو سره پام درد

زړه اوبه کړي، دا د هِجر د ماښام درد

 

مخه ښه وشوه، ته څه خوشاله درومې

او په ما باندې ډېريږي، په هر ګام درد

 

زندګي چې وي نو دا له مونږ سره وي

بيا په مرګ باندې پيدا کړي اختتام درد

 

سترګې ورشي د پرهر په خوږو څړيکو

په ارام خوب مې ويده کړي يو ارام درد

 

زما شِعر دى تکميل له دوه دردونو

يو د يار درد دى هنره! بل د قام درد