ژوند مې دربخښلى دى په دار مې که
يو ځلې د خپلې غاړې هار مې که
خدايه چې لږ وخت خو په کښې تېر کړمه
خير دى د جانان کور کښې بيمار مې که
ما باندې جامونه اثر نه کوي
ومې نيسه غېږه کښې خمار مې که
خير دى که د ځان لايق مې نه بولې
ځان سره په کور کښې څوکيدار مې که
څو پورې به مونږه روسته پاتې يو
خدايه د غفلت خوب نه بيدار مې که
زه "نجيب" که تاته پاتې راغلمه
وې مې سه گړنگ ته ورگوزار مې که
٢٩_٩ – ٠٠٧ ٢