2020-09-21
هره خوا سپرلى، سپرلى و، هره خوا نغمه، نغمه وه
فطرت ډک له رنګينو و، هره خوا خوږه وږمه وه
شپنو به تل په مينه _دغرو لمن ته ګډې _ وړلې د څرلپاره
شپون به شپېلۍ وهله _ شپنې ټپې کولې
دکلي مستو زلمو به اتڼو کې شغ له څڼو ويستو
چابه رباب ترنګاوه، چابه منګى وهلو
ګودر هم مست و، هر مازيګر به ترېنه، خندا د پېغلو راتله
رود مو ښه مست بهېده
غنم پرېمانه، جوار پرېمانه، وريجې هم وې ډېرې
مړۍ ډوډۍ به رسېده هرچاته
وړو به لوبې کړلې، وو ناخبرله غمه ، دخېټې غم يې نه و
دپاخه عمر خلکو، ژمى پيتاوى، اوړى د ونو لاندې
به يو بل ته سره _ دخپل دتېر عمرکيسې کولې
ټول له خوښۍ سره عادت وو
غم چا نه پېژانده
بس منګي، سيتار، رباب سره يې کار وو
بم چا څه پېژانده
شور د چرچڼو،سيورى د زاڼو او دکوترو غومبر
دې خلکو ښه پېژانده
خو،
يو وخت داسې راغى چې شول داهرڅه بدل
بس د هرچا له خولې به _ دغه آواز راواته _چې انقلاب راغى
په پاکه خاوره زموږ خوني سېلاب راغى
دغه خبر ريښتيا شو، هم انقلاب و هم خوني سېلاب و
هرڅه يې ړنګ کړل ، هرڅه يې له ځانه سره
لکه سېلاب يوړه
ها چې هر وخت به په کې سپرلى، سپرلى و
هلته خزان راغى
د رود اوبه به چې تل لکه د اوښکو داسې
رڼې ، رڼې بهېدې
اوبو هم رنګ وبايله، اوس لکه وينه داسې سرې بهېدې
ها هديره دکلي چې وو يو وخت به په کې
يو څو دشمار قبرونه
هلته کې ځاى دمړي، د خښېدو اوس نشته
هلته کې ځاى دمړي، د خښېدو اوس نشته