غزل

2020-09-21

هغـوى چې هوش كې دي، پرې څه پوهېږي
چې بې هــــوشــــي، بــې هوشي څه ته وايي

 

اول تـــــــــه ميــــــنه، محبـــــــــت وكــــړه تــه
بيا به شې پوه زندګي څــــــــه تــــــه وايــــــي

 

ستا مړاوو سترګـــــــو راتـــه وښــــــــــــودله
چې مى كشي، مى نـــــوشــــــي څه ته وايي

 

ما څه ونه وې، هــــــغـــه پــــــــوه نــــــــه شوه
چې چپه خوله خاموشي څـــــــــه تــــــه وايي

۱۳۸۵ لړم ۲۸