غزل

2020-09-21

ژوند چې مــــــې امــــــن لـــه لـــمبــــو پــــاتې دی

داغ پـــرې دسترګـــو دلیــــــلـــــو پــــــــاتـــــــې دی

 

وسپـــــړه شـــــــونـــــــډې دښـــــــایســـــت پلوشې

دزړه چمن مې لــــــــه سپــــــــرلو پـــــــاتــــــــې دی

 

ګران دی چې هیــــــر کـــــــړم دآشنــــــا یــــادونـــــه

تـــــــال مـــــــې پــــــه غـــوږ کې دبنــــګړو پاتې دی

 

ژوند به شي ، شرنګ به شي ،مستي به شي جوړ

آه مــــې پــــه شونــــــډو دمـــــودو پـــــاتـــــــې دی

 

اوري چـــــــــــې اوښـــــکــــې د« اسد»  په سترګو

زمــــا محـــل لــــــــه بــــارانــــــــو پــــــــاتــــــې دی

۱۹۸۸ صوفیه