غزل

2020-09-21

زه یو جام یم ځنځیدلې ستا په سترګـــو شو ګیري شته

که پر ما راغلې شپه ده ستا دمخ بــلې ډیــــــوې شتـــــــه

خیر که نن په دې کوڅو کې اشنـــا څیرې لمن ګـــــرځـــم

رسوي مې تر منـــزله دژوند پاتې ورځې شپـــــې شتــــه

راته مخ کــړه چې خپره شي رڼایي زمــــا پــــه ستــــــرګـو

ستا دزلفو په تیارو کې کله وخت دګــذارې شـــــــتـــــه

راته یاد شي خوږ وطن چې خپل ګنــډر زړګي تـــه ګورم

ترینه جار چې پکې دلته خیال دمینې دلیلــــــی شتــــــه

ژوند مې څه خو بس غوټه ده دیو لعل پــــه امیـــد پایم

لنډی دم اوږده مې لاره په هـــــر ګــــام کــې زولنۍ شته

« اسد » اوس هم لیونې دی ستا دمست خوږو شونډو

چې په هسې بیلتانه کې مــــې له مرګه تـــــرارې شتـــــه

۸ / ۱۰  / ۱۹۸۸  بلغاریا