خبرونه

بدخشان کې دوه کان کېندونکي مړه شوي

په بدخشان کې د سرو زرو د یوه کان نړېدو په پېښه کې یو کان کېندونکی مړ شوی دی. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وایي، دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر (د سلواغې ۱۷مه) د یفتل ولسوالۍ په ګلستان کلي کې رامنځ‌ته شوې ده. کامګار زیاتوي،...

احمد شرع راتلونکې اوونۍ فرانسې ته ځي

د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمد شرع راتلونکې اوونۍ فرانسې ته سفر کوي. د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فرانسې ولسمشر امانول مکرون له احمد شرع سره په ټلیفوني خبرو کې نوموړی فرانیسې ته وربللی دی. سرچینه زیاتوي، د سوریې د لنډمهالي...

اوچا: روان کال له یو میلیون افغان کورنیو سره نغدي مرستې کوو

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وایي، په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې یو میلیون زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کوي.  اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرستې له کورنیو سره مرسته کوي چې د ځان لپاره خواړ...

ازبکستان کې د افغان پوځ اووه چورلکې امریکا ته سپارل شوي

د پخواني افغان پوځ اووه بلک‌هاک چورلکې چې د پخواني حکومت د سقوط پر مهال ازبکستان ته لېږدول شوې وې، امریکا ته سپارل شوې دي.  د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه موضوع په واشنګټن کې د ازبکستان په سفارت کې جوړ شویو مراسمو کې برملا شوې ده...

پکتیا کې لېوه ۵ کسان داړلي

د پکتیا ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې نن سهار وختي یوه غرني لېوه د یوې کورنۍ پنځه کسان داړلي دي.  یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په داړل شویو کسانو کې ښځې هم شاملې دي او د درملنې په موخه د څمکنۍ...

د یوناما دفتر کې ۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي، چې نن غرمه مهال د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ  (U.N.A.M.A) دفتر کې دننه د ټکانو له امله یو کس وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.  رویټرز نړیوال خبري آژانس په یوه راپور کې د یوناما په حوا...

له پاکستاني استخباراتو سره د پخوانیو چارواکو لېدنه غلط کار دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له پاکستاني استخباراتو سره د پخواني حکومت د یو شمېر غړو لېدنې یو ناسم کار بللی دی.    د خلیلزاد په وینا پاکستان له دغه سیاستمدارانو څخه د خپلو اهدافو لپاره ګټه اخلي او په خبره ی...

ایران پوځیانو ۲ تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ایران د بشري حقونو سازمان حال وش ویلي، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یو افغان د ایراني پولیسو لخوا په ډزو وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.  دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې ډزې تېره ورځ سهار شاوخوا اته بجې په سراوان سیمه کې د ایرا...

کندهار کې د کتابونو نندارتون پرانېستل شوی

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکوي، چې د یوه خصوصي مخابراتي شرکت په همکاري یې د (کتاب د علم ځولۍ) په نوم د کتابونو یو نندارتون پرانېستی دی. یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه نندارتون نن د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ارګ بازار پ...

سره میاشت د ۲۸ تنو سوري زړه ماشومانو درملنه کوي

افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۲۸ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په پار په پلازمېنه کابل کې یو شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي دي.  یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ماشومان یې تېره ورځ شپږو کورنیو روغتونونو ته ورپېژ...