خبرونه

د پاکستان له زندانونو ۹۱ تنه افغانان خوشې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۹۱ تنو افغانانو د آزادېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت نن پر خپله ویب پاڼه لیکلي، چې یاد افغانان له خوشې کېدو وروسته د روانې سلواغې میاشتې پر ۱۱مه او ۱۲مه د ننګرهار پر تورخم او د کندهار...

کندهار کې تازه واده شوي ناوې ځان وژنه کړې

یو شمېر سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ په سنځري کلي کې یوې تازه واده شوي ناوې ځان وژنه کړې ده. د هغوی په وینا، هغې تېره ورځ پخپل کور کې ځان ځان زندی کړی او وژلی دی. که څه هم تر اوسه د هغې د ځان وژنې بشپړ لامل نه دی معل...

لغمان کې چاودنې ۳ ماشومان وژلي

د لغمان ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ ناچاودي مرمۍ د چاودلو له امله درې ماشومان وژل شوي دي.  یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا چاودنه تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې د یادې ولسوالۍ د اړیني کل...

خوست کې د یوې کورنۍ ۱۰ کسان وژل شوي

  د خوست ولایت مسئولین خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په علي شېر ولسوالۍ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ کسان په ډزو وژل شوي دي.  د یاد ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې په ب...

غزني کې ګاز نیونې ۲ کسان وژلي

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په مرکز غزني ښار کې د ګاز نیونې په یوه پېښه کې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي دي.  د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ په یوه کور کې رامنځته شوې او د پېښې...

سبا ۲۷ میلیونه ډالره لیلامېږي

افغانستان بانک وايي، سبا د یوې داوطلبۍ له لارې ۲۷ میلیونه ډالره لیلام ته وړاندې کوي.  یاد بانک نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا ډالر به د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا په موخه لیلام ته وړاندې کړي.  یاد بانک پر شرایطو برابر...

د بامیان سرپ او جست په څه باندې ۱،۷ میلیارد افغانۍ په قرارداد ورکول شوي

  د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د بامیان ولایت د سرپو او جستو کانونو پنځه بلاکونه یې د پنځو کلونو په قرارداد ورکړي دي.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بلاکونه یې پنځو کورنیو خصوصي شرکتونو ته په یو میلیارد، ۷۹۷ میلیونه ا...

جوزجان کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ژوبل شوي دي.  د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، چې دا ترافیکي پېښه تېره ورځ د جوزجان...

کندهار کې چاودنې ۲ ماشومان وژلي

د کندهار ولایت امنیه قومنداني وايي، د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوې پټاکۍ په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.  د یادې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې چاودنه نن سهار مهال د یادې ولسوالۍ په حوت غره سیمه کې...

تېر کال ۱،۴ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر اوچا په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه د ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.  د دغه دفتر د افغانستان څانګې په یوه راپور کې ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۳۶ زر...