خبرونه

جوزجان کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ژوبل شوي دي.  د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، چې دا ترافیکي پېښه تېره ورځ د جوزجان...

کندهار کې چاودنې ۲ ماشومان وژلي

د کندهار ولایت امنیه قومنداني وايي، د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوې پټاکۍ په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.  د یادې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې چاودنه نن سهار مهال د یادې ولسوالۍ په حوت غره سیمه کې...

تېر کال ۱،۴ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر اوچا په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه د ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.  د دغه دفتر د افغانستان څانګې په یوه راپور کې ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۳۶ زر...

سره میاشت د ۳۱ تنو سوري زړه کوچنیانو درملنه کوي

افغاني سره میاشت وايي، ۳۱ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه یو شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي دي.  یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ماشومان یې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د درملنې شپږو کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي...

پکتیا کې راکټ چاودنې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ راکټ مرمۍ چاودلو په نتېجه کې یو کوچنی وژل شوی او پنځه کسان نور ژوبل شوي دي.  یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا چاودنه تېره ورځ پر یادو ماشومانو د...

د ټاپي نل لیکه ۶ کیلومتره بشپړه شوې

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په هېواد کې د ټاپي ګازو نل لیکه شپږ کیلومتره غځول شوې ده.  دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه خبر د یادې پروژې رئیس مراد امانوف تېره ورځ د یاد ولایت له والي سره په لیدنه کې ورکړی دی.  په خبرپا...

په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی

د عامې روغتیا وزارت نن د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ په وړاندې د لومړني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کمپاین په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار،...

غزني کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو ویلي، چې د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي دي.  د یادې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې دا ترافیکي پېښه په باباګګ سیمه کې د یوه...

ایران ۲ تنه افغانان اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان (اهنګرو) خبر ورکړی، چې د ایران حکومت د کرج په قزل حصار او بندر عباس مرکزي زندانونو کې دوه تنه افغانان په دار ځړولي دي.  دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد افغانان د تېرې اونۍ په سه شنبه او چهارشنبه د قصدي وژني او...

کندهار کې برمې ته لوېدلی ماشوم مړ را واېستل شو

سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې یو دوه کلن ماشوم څاه ته لوېدلی و؛ خو مړ را اېستل شوی دی. هغوی ویلي، چې دغه ماشوم د سیمه ییزو خلکو او دولتي مسئولینو په هڅو له څاه څخه را اېستل شوی؛ خو ژوند یې له لاسه ورکړی و.  وی...