د ښاغلي نصرت وفا شعرونه

د ښاغلي نصرت وفا شعرونه

 شاعر نصرت وفا چې له اره د کنړونو ولايت مرکز اسعداباد ښار د کرهالې اوسېدونکى دى چې په 1377 لمريزکال باجوړ ايجنسۍ کې د هجرت په ورځو شپو کې يې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي. خپلې خاورې ته له راستنېدو وروسته يې ياد ښار(اسعداباد) کې په زده کړو پيل کړى او د 1394 لمريز کال پاى کې له عمرا خان عالي لېسې څخه فارغ شوى دى. د ده په وينه کې د شعر او شعر ليکنې مينه د ښوونځي له دورې راهيسې په څپو ده، شاعري يې د زړه درد ته ټکور وګڼه دا لامل و چې ځوان شاعر خپل هنري قلم  هڅاند ساتلى او د مينې سندرې او خوږې نارې يې د کنړي سيند له شور او مستيو ډکې دي. له شعر وشاعرۍ  سره بې کچې مينې ده ته د 1396 لمريز کال کې سيد جمال الدین افغان پوهنتون پښتو ژبې او ادب څانګې ته يې لاره وموندله چې لا يې پوهنتوني زده کړې دوام لري، ښاغلي وفا تر ډېره په غزليز فورم کې خپل خيال او فکر راغبرګ کړى دى چې تر ډېره يې موضوع پر مينه راڅرخي. د ليکوال او شاعر خوښي دا وي چې څومره ډېر وګړي د دوى فکر لولي چې په دې کار سره يې د خيال نيلى لا نور په توندو او لويو ګامونو ځغاستي. نوموړي په دوو بېلابېلو شعري ټولګو کې اشعار چاپ شوي دي؛ يو يې (جانانه ستا په انتظار کې)   (مېکده) اول ټوک دوهم ټوک او دريم ټوک څلور واړه کتابونه د  ده په ګډون نورو شاعرانو اشعار هم پکې دي. په مېکده کې زيار او ټولونه هم د ده مينه ده چې د وتلو شاعرانو غوره اشعار يې پکې ځاى کړي دي. 

په دغه هنري يون کې ورته لا نور برياليتوب غواړو فکر يې څپاند او قلم يې هڅاند اوسه!