غزل

2020-09-21

خاورې زنــدګي مې شوه ځـــه ښه وشو
تــــا سره يــاري مې شوه ځـــه ښه وشو

تـــا چې راتـــــه کومـــــــه جنۍ وښوده
خوښه د زړګي مې شوه ځـــــه ښه وشو

مخکې چې لږ ښه وم بې پــــــروا وومه
اوس چې غريبي مې شوه ځه ښه وشو

کله چې مې ځــــان واده تــــه جوړ کړلو
ډيــــره بيوسي مې شوه ځــــه ښه وشو

ستا بې وفــــا يې نـــصرتـــــه څه وکـړه
خوښه شاعري مې شوه ځـــــه ښه وشو