هـــــغې ويلـــي د هــــغې نـــــــــه کيږي
زمــا پــــه دې کلي کې شپې نـــــه کيږي
سري ماښام کې خولګۍ واخلـــه پيـــره
بيا چې پـــه نيمه شپه کې ځې نه کيږي
شور مې خوښيږي ځکه شور کـوومـــــه
چې شور کــــــوى بې تمــــاشې نه کيږي
څنګه نن ووايـــــم پـــــه تا مئين يـــــم
ته چې زمـــــا په خواکې يې نــــه کيږي
که ليوني( نصــــــرت )غوښتله درنـــــه
تـــــه ورتــــــه جوړي کړه بانې نه کيږي