د سترګو تـــور غواړمه
وجود کې شور غواړمه
تاسره ژونــــد کوومـــه
تاسره کــــور غواړمــــه
چې غيرتي وي خدايــه
يو داسې ورور غواړمـه
سترګې د يــار غواړمــه
مينه د مــور غـــواړمــه
ماله دې زړه مــات کړى
اوس يې ټــکور غواړمه
درنـــه په شنه سهار کې
خولګۍ پـه زور غواړمه
نصـــرتـــــه امــن امــن
زه پـــه هــر لور غواړمه