زه پــــه دې پــــوهه يــــم چې چا مې زندګې وخوړه
اوس درتـــــه نـــه وايـــــــم چې تا مې زندګې وخوړه
نن په ښيښه کې د خپل ځان په ننداره کې ورک شوم
بيا پـــه ځان پــــو شوم چې رښتيامې زندګې وخوړه
چې تــــه زمــــا د ژونــــــد ملګري شې نو بيا به وايم
زه بــــه بيـــــــا وايمــــــه چې بيا مې زندګې وخوړه
تـــه پــــه خنداکې يې خنــــدا کې دې ژوندون تيريږي
زه پـــــــه ژړا کې يـــــــــم ژړا مـــې زنـــدګې وخوړه
د جـــونــــو منځ کې يې زمـــا تصـــويــــر راواخستلو
ويــــل يې دې نصــــــــرت وفــــــا مې زندګې وخوړه