قتــلونــــه دي ويرونـــــــه دي ژړا ده چې دا ولې ؟
صاحبه ستاسې شونــډو کې مسکا ده چې دا ولې؟
بمـــونـــه وې چاودني هره ورځ په ښار کې کيږي
د ښار نـــــه جــــوړه شــــوي کربـــلا ده چې ولې؟
تــــه څنګــه مجاهــد او مسلمان يې زمـــا وروره
تـــا کړې د افــــغـان پــه سر سودا ده چې دا ولې؟
ته هر وختي ښيري کوي دعا دي خوله کې نشته
زمـــــا پــــه ژبـــه هـر وختې دعا ده چې دا ولې؟
د خپل وطـن پـــه حال بانـدې کړيږمه نصـــرتـــه
اغــيارو ستاسو خولو باندې خندا ده چې دا ولې؟