چې زمــــــونږ د کــــلي تللې ژړېـــــــدلې ژړېدلې
چې پـــــه شا شا دې کتـــلې ژړېـــــــدلې ژړېدلې
چې ته ډيره بــه خفـه شوې خو بيا هم زما لپاره
زمـــــــا مخــــــــکې خندېدلې ژړېـــــدلې ژړېدلې
هغه وخــــــت تا زما زړه تـه لار پيدا کړله جانانـه
چې مسکۍ مسکۍ کېــــــدلې ژړېــــدلې ژړېدلې
مسافرۍ کې مې جانانه ته په زړه وې تـه په زړه
تــــه مې ډيـــــره يادېــــــدلې ژړېــــــدلې ژړېدلې
د دې کلي جونې ټولې ستا د تلو نه پس نصرتـــه
چې ستا حال نـــــه خــبرېدلې ژړېــــدلې ژړېدلې