اوس پکې يــو بـــل ته غزل نـه وايي
ځکه مې اوربـــــل تـــه غزل نـه وايي
ټول غـــــزل پـــــه خپله وينه ليـکـمه
تــــه بـــــه مې غزل ته غزل نـه وايي
رنګ يې ستا د شونډو نه اخستى دى
څنګه! بـــــه سور ګل ته غزل نه وايي
ستا دا ليونۍ سترګې به مړ کړې مــا
بيا بـــــه مې اجـــل ته غزل نه وايي
ټوله د غــــــزل پشانې شوخـــه يـــم
څنګ بـــــه مې مزل ته غزل نه وايي
ستا نصــــرت خو تا پسې پاګل شولو
تـــــه پکې پـــــاګل تــه غزل نه وايي